بريتانیا د ۷۰۰ میلیون پونډو په لګښت یوازې څلور کسان روانډا ته ولېږل

AP ۱۴۰۳ زمری ۲

د بريتانیا د کورنیو چارو وزیره ايوت کوپر وايي، د دغه هېواد پخواني محافظه کاره حکومت روانډا ته د کډوالو د لېږلو پر پلان ۷۰۰ میلیون پونډه یا له ۹۰۰ میلیون ډالرو ډېر لګښت وکړ، خو یوازې په دې وتوانېدل، چې څلور کډوال په خپله خوښه دغه افریقايي هېواد ته ولېږي.

ايوت کوپر، چې د روانډا د جنجالي پلان مخه یې نیولې د بريتانیا پارلمان ته وویل، چې دا پلان د مالیه ورکوونکو لپاره ډیر لګښت درلود، مګر په عمل کې ناکام شوی دی.

د رشي سونک په مشرۍ د بريتانیا محافظه کار حکومت، چې د جولای مياشتي د څلورمې په ټاکنو کې یې د کارګر ګوند لخوا ماتې وخوړه، له تیرو دوو کلونو راهیسې په داسې پلان کار کاوه، چې هغه کډوال، چې په ناقانونه توګه د سمندر له لارې انګلستان ته داخل شوي روانډا ته ولېږي.

دا پلان په بريتانیا او اروپايي ټولنه کې له پراخو قانوني ننګونو سره مخامخ شو، دا پلان په واک کې د پاتې کېدو لپاره د محافظه کار ګوند یو له مهمو تبلیغاتي پروګرامونو څخه و.

جمير کليورلي، چې د بريتانيا په کابينه کې د کورنيو چارو وزير او د محافظه کار ګوند څخه دی، مېرمن کوپر یې د جعلي ارقامو په وړاندي کولو تورنه کړې.

د کیر سټارمر په مشرۍ د بريتانیا اوسنی کیڼ اړخی حکومت هیله لري، چې روانډا ته د غیر قانوني پناه غوښتونکو د لېږلو پر ځای، د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو سره کار وکړي، چې بریتانیا ته د کوچنیو کښتیو د تګ مخه ونیسي

نور خبرونه

رادیو