د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند او د هند لومړي وزیر د ټرمپ پر لاریون برید غندلی دی

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۴

د ملګرو ملتونو د سرمنشي یوه ویاند د ټرمپ پر لاریون برید غندلی او دا یې سیاسي تاوتریخوالی بللی دی.

د دې ترڅنګ د هند لومړي وزیر هم د امریکا پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ برید غندلی دی.

نریندرا مودي وویل چې دا ډول تاوتریخوالی په سیاست او ډیموکراسۍ کې ځای نه لري.

هغه ډونالډ ټرمپ ته د ښې روغتیا هیله وکړه.

نور خبرونه

رادیو