جو بایډن اېبيسي نیوز ته ویلي، چې په اوسنیو حساسو تاریخي شېبو کې ټرمپ د نړۍ له پاره «ستر ګواښ» دی.
هغه وایي، د نړۍ د پاشل کېدو د مخنیوي لپاره ځان مناسب کس ګڼي.
بایډن وویل: «که پاک خدای لاندې راکوز شي او را ته ووایي، له ټاکنیزو سیالیو لرې شه دا کار کوم؛ خو پاک خدای نه دی راکوز شوی.»
بایډن وویل، له ټرمپ سره د مناظرې پر مهال سخت ناروغه و او اړ شوی و چې د کرونا ازمېښت هم ترسره کړي.
بایډن د واشنګټن پوسټ د هغه راپور په غبرګون کې چې ډیموکراټ سناتور مارک وارنر غوښتل، چې دی دې له ټاکنیزو سیالیو تېر شي وویل: زه وارنر ته درناوی لرم؛ خو زموږ لید لوري سره توپير لري.
د ټرمپ سره د بایډن کمزوري دریځ، د هغه په اړه د ډیموکراټانو تر منځ یو لړ نېوکې له ځانه سره لرلې، چې ګواکې د هغه عمر او ځواکمنتیا د ولسمشرۍ لپاره مناسبه نه ده.
له دغې مناظرې وروسته د ډیموکراټ ګوند یو شمېر سترو مالي ملاتړو په ښکاره توګه د مرستو د بندولو خبرداری هم ورکړی و.