په ایران کې د څوارلسم پړاو ولسمشریزې ټاکنې نن جمعه (د چنګاښ په ۸مه) د سهار په اتو بجو پیل شوې.
د رای ورکولو دغه لړۍ به د ماښام تر شپږو بجو روانه وي.
دغو ټاکنو لپاره مسعود پزشکیان، مصطفی پورمحمدیي، سعید جلیلي او محمد باقر قالیباف نوماندان دي.
د ایران مذهبي مشر علي خامنهیي هم خپله رایه وکاروله.
له بل پلوه په ایران کې د ټاکنو کمېسیون ویلي، چې په دغو ټاکنو کې د رای ورکولو لپاره تر ۶۱ مېلیونه ډېر کسان په شرایطو برابر دي.