د روسیې خبري رسنۍ رشیا ټوډې راپور ورکړی چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي به راتلونکې میاشت روسیې ته سفر وکړي.
د دغې رسنۍ په وینا، په داسې حال کې چې د دغه سفر لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی، خو د سفر کره نېټه لا نه ده څرګنده.
دا د لومړي وزیر په توګه د خپلې درېیمې دورې له پیل وروسته د ښاغلي مودي لومړنی بهرنی سفر دی.
هند له روسیې سره یو څه ښې اړیکې لري. د هند پوځ ته د وسلو یوه برخه له روسیې ورکول کېږي. د دې تر څنګ، روسیه د هند یو له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه هم ده.
له بلې خوا روسیه چې پر اوکراین له پوځي برید وروسته د نړیوالو له پراخو نیوکو سره مخامخ شوې، چې اوس د هند په ګډون د نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو د پراخولو په لټه کې ده.
هند یو له هغو هېوادونو دی چې تر اوسه پورې یې پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل په څرګند ډول نه دی غندلی.