د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړ، چې لبنان به پر یوې بلې غزې بدل شي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲

د ملګرو ملتونو سرمنشي د جمعې پر ورځ د اسراییل او د لبنان د حزب الله تر منځ د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه وښوده او ویې ویل، یوه کوچنۍ تېروتنه کولای شي کړکېچ رامنځته کړي او دغه کړکېچ بیا دومره پراخ شي چې چا یې فکر او سوچ هم نه وي کړی.

انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړ، نړۍ نور د دې زغم نه لري چې لبنان دې په دویمه غزه بدل شي.
ګوترېش خبریالانو ته وویل: «یو بې سوچه ګام او یوه کوچنۍ تېروتنه کولای شي کړکېچ پیل کړي، چې له تصوره ډېر لرې وي. که په څرګنده توګه یې ووایم نړۍوال نور د دې زغم نه لري، چې لبنان دې پر یوې بلې غزې بدل شي.»
د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله خبرداری ورکړی، چې که اسراییل پر لبنان برید وکړي «د اسراییل هېڅ یوه برخه» به د دوی له بریده خوندي پاتې نه شي.

هغه په یوې ویډیويی وینا کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه ټینګار کړی، که اسراییل برید وکړي حزب الله به «پر یوې نا محدوده او ناپایه جګړې» لاس پورې کړي.
له دې سره هم‌مهاله د اسراییلي پوځ ویاند دانیل هاګاري د العربیه رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د حزب الله سره د جګړې لپاره دوی چمتوالی لري.

تر دې وړاندې د اسراییل کابینې د حزب الله پر وړاندې د مقابلې لپاره یوه تګلاره هم تایید کړې وه.
د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه او بې وسلې مسلکي څارونکي له ډېرې مودې راهیسې د لبنان په سویلي برخو کې ځای پر ځای شوي، چې د لبنان او اسراییل تر منځ پر پوله څارنه وکړي.
ګوترېش وویل: «د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه هڅه کوي، چې تاوتریخوالی کم او د نا حساب شویو تېروتنو مخه ونیسي.»
د اکټوبر په میاشت کې د غزې د جګړې له پیل راهیسې د لبنان د حزب الله له‌خوا پر اسراییل توغندي توغول شوي، چې له امله یې لسکونه زره خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د لبنان په سوېل کې هم لسګونه زره لبنانیان د اسراییل له بریدونو وروسته بې‌ځایه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو