د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن شمالي کوریا په تلو د کوربه هېواد له مشر سره په دفاعي برخه کې تړونونه لاسلیک کړل، چې د مسکو او پیونګ یانګ ترمنځ پوځي همکاري نوره هم زیاتوي.
کیم جونګ اون دا تړون ټولیز ستراتیژیک مشارکت وباله او پر اوکراین یې د روسیې د یرغل ملاتړ هم وکړ.
د رویټرز د راپور له مخې، کیم جونګ اون خبرغونډه کې وویل «دا تړون بلکل سوله پال او دفاعي دی» او زیاته یې کړه، چې له سره به د مسکو او پیونګ یانګ ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او دفاعي برخه کې همکاری زیاته شي.
د هغه په خبره، زموږ دوو هېوادونو اړیکي له اتحاد هم پورته شوي دي.
نوموړي له پوتین سره د خبرو په لومړیو کې د اوکراین جګړه کې د مسکو ملاتړ وکړ.
د روسیې دولتی رسنۍ ریا وايي، ښاغلي پوتین د کیم جونګ اون مننه وکړه چې د اوکراین په ګډون د روسیې له سیاست پرلپسې او نه کمېدونکی ملاتړ کوي.
ښاغلي پوتین په دې غونډه کې ویلي چې مسکو د امریکا او د هغې د ملګرو له امپریالیستي او هژمونیک سیاست سره مقابله کوي.
نوموړي شمالي کوریا ته تر روانېدو مخکې ویلي و، چې مسکو د واشنګټن په مقابل کې د پیونګ یانګ ملاتړ کوي.
شمالي کوریا ته د روسیې د ولسمشر د سفر په درشل کې ناټو ویلي و چې دا سازمان وېرېږي مسکو به د پیونګ یانګ د توغندیز او اټومي پلان ملاتو وکړي.
شمالي کوریا ته په سفر کې له ولادیمیر پوتین سره د بهرنیو چارو، دفاع، روغتیا او ټرانسپورټ وزیران او نور لوړپوړي چارواکي هم دي.
دا له نږدې څلرویشتو کلونو راهیسې لومړی ځل دی چې د روسیې ولسمشر شمالي کوریا ته ځي.
ولادیمیر پوتین تېر سپټمبر د سوچي غونډې ته د شمالي کوریا مشر بللی و او هغه وخت کیم جونګ اون ښاغلی پوتین پیونګ یانګ ته ور وباله.
په اوسنۍ لیدنه کې ښاغلي پوتین بیا کیم جونګ اون ته د مسکو د سفر بلنه ور کړه.
پوتین له شمالي کوریا وروسته ویتنام ته هم سفر لري.