د هند په ختیځ کې د تودوخې د لوړیدو له امله لږ تر لږه ۵۴ تنه مړه شوي دي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۱

د هند په ختیځو ایالتونو بیهار او اډیسا کې لږ تر لږه ۵۴ کسان د تودوخې د شکمنې څپې له امله مړه شوي او تمه ده چې په سیمه کې د تودوخې څپې د شنبې تر ورځې دوام وکړي.

هند د ګرمې هوا پرلپسې څپې تجربه کوي او د پلازمینې نوې ډیلي یوې برخې پدې اونۍ کې د هیواد ترټولو لوړه تودوخه کچه چې د سانټې ګرید په کچه ۵۲.۹ درجې وه، ثبت کړې ده. هندي چارواکو د هوا پیژندې وسایلو په اړه څیړنې پیل کړي، چې مطمین شي چې دغه لوړه کچه د کومې تخنیکي ستونزې له امله نه وي ثبت شوي.

د هند د هوا پېژندنې اداره وايي، چې پداسې حال کې چې تمه کیږي چې په شمال لویدیز او مرکزي هند کې د تودوخې کچه به په راتلونکو ورځو کې راټیټه شي، په ختیځ هند کې د تودوخې موجوده څپې ښايي چې دوه ورځې دوام وکړي. دغه اداره وايي، دوی هغه مهال د تودوخې څپې په اړه خبرداری ورکوي چې د هوا د ګرمۍ کچه د عادې ورځو په پرتله د سانټي ګرید په کچه ۶.۵ درجې لوړه وي.

په بیهار کې د پنجشنبې په ورځ په ټولیزه توګه ۱۴ ​​کسان د ګرمې هوا له امله مړه شوي. د چارواکو په وینا، له دغو کسانو لس هغه یې په روانو ټولټاکنو کې د کار پرمهال مړه شوي دي.

د بهار په ځینو برخو کې د شنبې په ورځ د رای ورکولو په وروستي پړاو کې خلکو خپلې رایې وکارولې.

په همدې ورځ د اوډیسا په رورکیلا سیمه کې په دولتي روغتون کې د ۱۰ تنو د مړینې راپور هم ورکړل شوی و.‌ د چارواکو په وینا د دغو کسانو مړینې د اوډیشا سیمه ییز حکومت دې ته هڅولی چې د سهار له ۱۱ بجو څخه د ماسپښین تر ۳ بجو پورې په ازاده فضا کې د خلکو پر ګرځیدو د بندیز په اړه مشورې وکړي.

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې په ګاونډي بیهار ایالت کې د شکمن تودوخې له امله درې تنه مړه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو