په ډیلي کې د تودوخې درجه ۵۲.۳ سانتي ګرادو ته لوړه شوه

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۰

د هند د هوا پېژندنې ادارې په وینا، د چهارشنبې په ورځ د هند په پلازمېنه کې د تودوخې درجه ۵۲،۳ درجې سانتي ګراد ته لوړه شوه.
دا سخته تودوخه د ډیلي په منګېش پور سیمه کې ثبت شوې، چې د لومړي ځل لپاره د تودوخې درجه د دغه ښار په تاریخ کې ۵۰ درجو ته رسېدلې ده.

د هواپېژندنې یوه چارواکي وویل، دا په ډیلي کې تر دې دمه د تودوخې تر ټولو لوړه درجه ده.
د سه شنبې په ورځ د ډیلي په شمال لویدیځ سیمه کې د تودخې درجه ۴۹.۹ درجې ثبت شوې وه.
له بل پلوه د هند د هواپېژندنې ادارې د پنجاب، هریانا، چنډیګړ، ډیلي، اتراپردېش، او راجستان لپاره هم د تودخې د نوې څپې وړاندوینه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو