په هند او بنګله دېش کې توپان ۲۱ کسان مړه کړي دي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۸

په هند او بنګله دېش کې زورور توپان لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه کړي او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د بنګله دېش د طبیعي پېښو د چارو وزیر محب الرحمن ویلي، په دغه هېواد کې د توپان له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي دي.

د نوموړي په خبره؛ دغه مړه شوي کسان یو شمېر یې په اوبو کې ډوب شوي او پاتې نور یې د کورونو د ودانیو لاندې شوي دي.

د اغېزمنې سیمې څخه یوه خبریالان وایي، د توپان له امله ځیني کلي ویجاړ شوي، د کورونو چتونه غورځېدلي او د برېښنا مزي پرې شوي دي.
د بنګله دېش د طبیعي پېښو د چارو وزیر ویلي، چې د توپان له امله په ټوليزه توګه ۳۷ لکه خلک اغېزمن شوي او ۳۵ زره ۴۸۳ کورونه ويجاړ شوي دي.
له بلې خوا د بنګله دېش هوا پوهانو د سه شنبې په ورځ وویل، چې دغه وژونکی توپان تر ټولو اوږد مهاله او د اقلیم د بدلون نښه بلل شوې ده.

نور خبرونه

رادیو