رویټرز: د ابراهیم رییسي چورلکه په بشپړه توګه سوځېدلې ده

AP ۱۴۰۳ غویی ۳۱

رویټرز خبري اژانس د یوه ایراني چارواکي له قوله ویلي: «د ابراهیم رییسي چورلکه په پېښه کې په بشپړه توګه سوځېدلې ده.»

د ایران د دولتي رسنیو په وینا، تر اوسه پورې د چورلکې د سپرلیو د ژوندي پاتې کېدو نښې نښانې نه دي ترلاسه شوې.

هاخوا د ایران د سرې میاشتې ټولنې مشر پیرحسین کولیوند منلې چې د دغه هېواد د ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې د غورځېدو ځای موندل شوی دی.

پیرحسین کولیوند وویل: «حالات ښه نه دي.»

تسنیم خبري اژانس د رییسي د چورلکې د موندل کېدو د شیبې انځورونه خپاره کړي دي.

نور خبرونه

رادیو