ځايي چارواکي: د اوکراین په خارکیف کې د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ غویی ۳۰

د اوکراین په شمال ختیځ خارکیف سیمه کې د یکشنبې په ورځ د روسیې په بریدونو کې د یوې میندواره ښځې په ګډون لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

دا په دې وروستیو اونیو کې د روسیې د توغندیو او لایزري بمونو پر مټ د خارکیف پر ښار او سیمې د دوامداره بریدونو وروستي هغه دی.

د روسي ځواکونو له خوا په دغه سیمه کې په دې وروستیو کې پراخ پوځي عملیات پیل شوي دي.

د یکشنبې په ورځ لومړی برید د خارکیف څخه بهر په تفریحي سیمه کې پنځه تنه ووژل او ۱۶ نور یې ټپیان کړل، په داسې حال کې چې د ورځې په اوږدو کې د کوپیانسک ولسوالۍ په دوو کلیو کې پنځه تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

ځايي والي اوليه سنيهوبوف ويلي، چې روسي ځواکونو د دې ولسوالۍ پر دوو کليو پرلپسې راکټي بریدونه کړي دي.

د خارکیف ښار ښاروال ایهور تیریخوف د ټیلیګرام له لارې وویل: "د چاودنو غږونه د ماسپښین په شاوخوا کې په خارکیف کې اوریدل شوي. د روسیې دوه توغندي پر یو تفریحي مرکز ولګیدل چیرې چې خلک په تفریح بوخت وو. دغه برید پنځه تنه ووژل او شپاړس نور یې ټپیان کړل."

د رويټرز خبريالانو دغه د تفريح ځای په ويجاړ شوي حالت کې لیدلی.

د ژغورونکو په وينا؛ لومړی د پېښې ځای کې يوه زوروره چاودنه شوې او ورپسې بل برید شوی دی.

د یو سړي مړی د هغه څه د ویجاړیو لاندې پروت و، چې یوازې یو ساعت د مخه په یوه لمریزه ورځ کې د یو جهیل د غاړې د رسټورانټ و.

ویلنتینا یوه ۶۹ کلنه ښځه چې د دغه رسټورانټ په څنګ کې اوسېده، د چاودنې پر مهال په کور وه او په داسې حال کې چې خپله ژوبل شوې وه، ویې ویل، چې خاوند یې په دغه برید کې وژل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو