د ایران پولیس: د "شیطان پرستۍ" غونډه کې مو د دریو اروپایانو په ګډون تر ۲۶۰ ډېر کسان ونیول

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۸

د ایران سپاه پاسدارن ته نږدې خبري اژانس تسنیم نن په یو راپور کې د دغه هېواد د پولیسو له قوله ویلي، چې د پلازمینې تهران په لویدیځ کې یې د "شیطان پرستۍ" پر غونډه د چاپې پر مهال د دریو اروپایي اتباعو په ګډون تر ۲۶۰ ډیر کسان نیولي دي.

دا برید په ټول ایران کې د هغو ښځو په وړاندې له هڅو وروسته کیږي چې د ایران اسلامي جمهوریت د جامو اوصولو په نه مراعاتولو تورنې دي.

تسنیم لیکلي: «په تهران کې د شیطاني شبکې ماتول، د دریو اروپایي اتباعو نیول»

ویل کیږي چې په نیول شوو کسانو کې ۱۴۶ نارینه او ۱۱۵ ښځې شاملې دي.

پولیسو ویلي، چې د چاپې پر مهال یې الکول او نشه يي توکي هم نیولي‌ دي.

دغه خبري اژانس له خپل راپور سره عکسونه هم خپاره کړي چې ویرونکي ماسکونه پکې لیدل کیږي.

نور خبرونه

رادیو