بایډن سره په لیدنه کې د عراق لومړي وزیر په منځني ختیځ کې له ښکېلو خواوو د زغم غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۳ وری ۲۸

د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السو‌ډاني په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره په لیدنه کې په منځني ختیځ کې له ښکېلو خواوو د زغم غوښتنه وکړه.

ښاغلي السوډاني دا هم وویل چې هیواد یې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره د هڅو ملاتړ کوي.

دا لیدنه په داسې حال کې کیږي چې اسراييل د ایران د بريد د ځواب ورکولو په اړه رايه اچونه کوي او په ورته وخت کې واشنګټن او د تل ابيب اروپايي ملګري پر اسرایيل غږ کوي چې له زغمه کار واخلي.

د عراق هوايي حریم، چې د واشنګټن او تهران له ملګرو دی، د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو اصلي لاره وه چې د دې اونۍ په پیل کې یې اسراییل په نښه کړل.

ښاغلي السوډاني په دې لیدنه کې وویل چې په سیمه کې د کومو پېښو په اړه د همکارۍ د روحیې په اړه د امریکا او د هغه ولس نظرونه ښايي توپیر ولري. خو هغه زیاته کړه، د نړیوال قانون، بشردوستانه قانون، د ملکي وګړو د ساتنې مسوولیت او د جګړې د قوانینو په برخه کې «نړېوال هوکړه لیک شته.»

د عراق لومړي وزیر وویل: «موږ د ولسي وګړو په ځانګړې توګه پرښځو او ماشومانو هر ډول فشار ردوو او د نړیوالو قوانینو او ډیپلوماټیکو ماموریتونو د درناوي لپاره د ژمنو ملاتړ کوو.»

امریکايي ولسمشر دا هم ویلي، چې امریکا د اسراییل امنیت او په غزه کې د جګړې پای ته رسولو ته ژمنه ده.

جوبايډن وويل امريکا د اوربند تړون ته ژمنه ده چې له مخې به يې د حماس له خوا يرغمل شوي کسان بېرته راستانه شي او نورو سيمو ته به د جګړې د پراخېدو مخه ونيسي.

بایډن همداراز له داعش سره د مبارزې او د عراق او امریکا تر منځ ستراتیژیک تړون ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د واشنګټن او بغداد تر منځ همکاري ډیره مهمه ده.

د عراق صدراعظم واشنګټن ته د خپل سفر په ترڅ کې د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع له وزیر لوید اسټین سره هم وکتل.

امریکا په عراق کې ۲۵۰۰ سرتیري لري چې له داعش سره په مبارزه کې له دغه هیواد سره مرسته کوي.

نور خبرونه

رادیو