بې پولې ډاکټرانو په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده

AP ۱۴۰۳ وری ۱۸

بې پولې ډاکټران وایي، په ټوله غزه کې پر روغتیايي مرکزونو بریدونه شوي، کلابند شوي او بمبار شوي دي.
دوی په اېکس پاڼه لیکلي، د طبي او بشري کارکوونکو لپاره د خوندیتوب نشتوالی د مرستې رسول ناشونې کوي.

دوی یو ځل بیا په ټینګار سره ویلي:« موږ سملاسي او دوامداره اوربند ته اړتیا لرو.»
له بل پلوه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د غزې په جګړه کې د اسراییل له‌خوا د مصنوعي ځیرکتیا په کارونه اندېښنه څرګنده کړې.
هغه په اېکس پاڼه لیکلي:« زه د هغو راپورونو له امله سخت اندېښمن یم، چې د اسراییل پوځ په بریدونو کې د اهدافو په پېژندنه کې له مصنوعي ځیرکتیا کار اخلي، چې په پایله کې یې د ملکي تلفاتو کچه لوړېږي.»
هغه وایي، مصنوعي ځیرکتیا باید د نړۍ د ګټې لپاره د ښه ځواک په توګه وکارول شي؛ په صنعتي کچه په جګړه کې مرسته نه شي کولی.
له بل پلوه ښاغلی ګوترېش د غزې په جګړه کې د ۱۹۶ مرسته رسوونکو د وژنې په اړه د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې ده.

هغه وایي:« اسراییل خپله تېروتنه منلې؛ خو بنسټیزه ستونزه دا نده، چې دغه برید چا کړی؛ بلکې داسې ستراتیژي هم شتون لري، چې اجازه ورکوي دغه ډول تېروتنې بیاځلې تکرار شي.»

نور خبرونه

رادیو