ازبکستان د احتمالي ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره امنیتي تابیاوې زیاتوي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۲

د ازبکستان د کورنیو چارو وزارت د دغه هېواد امنیتي او انتظامي ځواکونو ته امر کړی، چې د احتمالي ترهګریزو ګواښونو او بیړنیو پېښو د مخنیوي په موخه په عامه ځایونو کې امنیتي تابیاوې زیاتې کړي.

د ازبکستان رسنیو د شنبې په ورځ د (د وري ۱۱مه) خبر ورکړی، چې د دغه هېواد چارواکو د ترهګرۍ پر وړاندې د امنیتي چمتووالي په موخه غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د عامه نظم او د ښاریانو د امنیت ټينګښت په موخه د انتظامي ځواکونو او سوداګریزو قطعو ترمنځ د همکارۍ په پیاوړتیا ټینګار وشو.
همدارنګه د ازبکستان د کورنیو چارو وزارت د دغه هېواد ملي پوځ ته امر کړی چې د عامه نظم د ټینګښت او د احتمالي ترهګریزو کړنو د مخنیوي په موخه دې اغېزمنې امنیتي تاتبیاوې ونیسي.
دغه وزارت ټینګار کړی؛ امنیتي چمتوالی باید په هغو سیمو کې جدي ونیول شي، چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې زیاته ده.
که څه هم د ازبکستان د کورنیو چارو وزارت کومې ځانګړې ترهګریزې ډلې ته اشاره نه ده کړې، خو پر مسکو د داعش ډلې له برید وروسته د سیمې او نړۍ هېوادونو د ترهګریزو بریدونو د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
تر دې مخکې د فرانسې په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونو خپلې امنیتي چمتووالي تر ټولو لوړې کچې ته رسولي او زرګونه پوځیان یې په عامه ځایونو کې ځای پر ځای کړي دي.

نور خبرونه

رادیو