د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د تاوتریخوالي ډکو مظاهرو په ترڅ کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي. د کشمیر د مدني حقونو د ډلو ایتلاف مشر ویلي چې مظاهرهچیان د سیمهییزو سیاستوالو، بیروکراټانو او نورو لوړپوړو چارواکو د امتیازاتو او ځانګړو مراعاتو پر ضد دي.
د مظاهرو د څرنګتیا په اړه یوازې لږ معلومات له سیمې بهر رسېدلي، ځکه مظاهرې د دوشنبې په ورځ هغه مهال پیل شوې، چې د شاوخوا ښارونو زرګونه اوسېدونکي مرکز مظفراباد ته ورسېدل.
چارواکو له هغه وخت راهیسې په سیمه کې د ټیلیفوني اړیکو او انټرنېټ لاسرسی بند کړی دی.
کشمیر د ۱۹۴۷ کال له ویش راهیسې د پاکستان او هند ترمنځ د شخړې سیمه پاتې شوې.
له دوشنبې راهیسې کاروبارونه، ښوونځي او ټرانسپورټ تړل شوي دي.
د اسلاماباد دوو امنیتي چارواکو رویټرز ته وویل چې تر اوسه درې پولیس او پنځه ملکي وګړي وژل شوي. د دوی په وینا، د مظاهرهچیانو او پولیسو ترمنځ نښتې د دوشنبې له ورځې راهیسې نه دي کمرنګه شوې.
د صدراعظم شهباز شریف دفتر په یوه اعلامیه کې وویل چې نوموړي د سیاستوالو یوه کمېټه ټاکلې چې د نښتو څېړنه وکړي او له مظاهرهچیانو سره د خبرو غوښتنه وکړي. شریف وویل، « حکومت تل تیار دی چې د خپلو کشمیري وروڼو ستونزې هوارې کړي».
د کمېټې یو غړي او د پلان وزیراحسن اقبال وویل چې هیله لري «ټولې ستونزې به د خبرو له لارې حل کړو».
د کشمیر د مدني حقونو د ډلو د ایتلاف مشر شوکت نواز میر د مظاهرو له پیل وړاندې ویلي وو چې مظاهرهچیان د سیمهییزو سیاستوالو، بیروکراټانو او نورو لوړپوړو چارواکو د امتیازاتو او ځانګړو مراعاتو پر ضد دي.
هغه د «کشمیر لنک» یوټیوب چینل ته وویل: «کله چې موږ د روغتونونو لپاره د درملو غوښتنه کوو، دوی وايي بودجه نشته، خو د پرتمین ژوند لپاره پیسې لري».
یوه بله عمده نیوکه هغه څوکۍ دي چې په سیمهییزه مقننه شورا کې د پاکستان د نورو برخو د استازو لپاره ځانګړې شوې دي. د کشمیري فعالانو په وینا، له دغو څوکیو د سیمهییزو حکومتونو د جوړولو یا پرزولو لپاره کار اخیستل کېږي.
تېر کال په ورته نښتو کې څلور کسان وژل شوي وو. وروسته شریف ۲۴ میلیارده روپۍ تصویب کړې، چې د دوی د اوړو او برېښنا د سبسایډۍ ترڅنګ ځینې غوښتنې پوره کړي.