د پاکستان ولسمشر: له ګاونډیانو سره ښه اړیکي غواړو، خو پر ملي حاکمیت سودا نشو کولی

AP ۱۴۰۳ وری ۴

د پاکستان ولسمشر وايي، اسلام اباد له ټولو ګاونډیانو سره ښه اړیکي غواړي، خو د خپل ملي حاکمیت پر سر له چا سره سودا هم نشي کولی.

اصف علي زرداري وايي، پاکستان سوله پال او مسوول اټومي هېواد دی، خو د بې ثابته کولو لپاره یې د یوې ډلې ترهګریزې هڅې هم نشي زعملی.

ښاغلي زرداري نن دا خبرې د مارچ پر ۲۳ د یوم پاکستان یا د پاکستان ورځ په نوم غونډې ته په وینا کې وکړې.

هغه زیاته کړه، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه به د دغه هېواد د سولې او ټیکاو دوښمنانو ته غاښ ماتی ځواب ور کړي.

که څه هم اصف علي زرداري په خپلو خبرو کې د کوم هېواد نوم نه واخیست، خو د دغه هېواد چارواکي افغان طالبان د پاکستان ضد وسلوالو ته د پټنځو په ور کولو تورنوي.

د پاکستان پوځ تېره دوشنبه د پکتیکا پر برمل او د خوست پر سپېره ولسوالۍ بمبار سره ادعا وکړه چې د ټي ټي پي غړي یې په نښه کړي دي.

طالبانو د اسلام اباد د دې ادعا په ردولو سره وویل، چې په بمبار کې ولسي وګړي وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت هم د پاکستان دغو بریدونو ته په ځواب کې د پکتیا له ډنډپټان سره پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو پوستې په نښه کړې.

د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د اسلام اباد دا ادعا ردوي چې د پاکستان پرضد له افغان خاورې ګټه اخلي او زیاتوي چې دا ډله په پاکستان کې تر خپل واک لاندې ځمکه لري او له هغه ځایه خپل بریدونه پلانوي.

نور خبرونه

رادیو