اروپایي اتحادیه د افغانستان له درېیو زیانمنو ولایتونو سره پنځه میلیونه یورو مرسته کوي

AP ۱۴۰۲ کب ۲۹

اروپایي اتحادیه وایي، چې په غور، دایکنډي او بدخشان ولایتونو کې له زیانمنو کسانو سره به د پنځه میلیونه یورو مرسته وکړي.

یاده اتحادیه زیاتوي، دغه مرستې د زیانمنو ټولنو د ملاتړ لپاره د لوږې پر وړاندې د اقدام د سازمان په همکارۍ سره د څه باندې ۲۶ زره کسانو لپاره کیږي.
اروپایي اتحادیې د سې شنبه په ورځ (د کب ۲۹مه) وویل، چې دا مرستې تر راتلونکو درېیو کلونو د زیانمنو کسانو لپاره پام کې نیول شوي دي.
د دغه سازمان په اعلاميه کې راغلي، چې د دې پروژې پلي کېدل به هغو کسانو ته چې د خوارځواکۍ، د خوراکي توکو له کموالي او د کرنې لپاره د منابعو له نشتوالي سره لاس او ګرېوان دي، يو څه توپير رامنځته کړي.
دا پروژه د کرنیزو تولیداتو، د غواګانو نسل پالنه او د کوچنیو او منځنیو سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره متمرکزه ده.
په اعلامیه کې راغلي، چې په دې پروژه کې د کرنیزو مهارتونو د روزنې په برخه کې ښځې او ځوانان شامل دي.
د اروپايي اتحادیې کمېشنر رافلا ایوډیس د دې پروژې په هرکلي سره زیاته کړه: "د کرنې په میتودونو کې د مهارتونو او روزنې زیاتوالی به له افغان نارینه او ښځو سره مرسته وکړي، چې د اقلیم اړوند ګواښونو، د دوامداره عاید او د بې وزلۍ کچې د راټېټېدو په برخه کې چمتوالی ولري."
د لوږې پر وړاندې د اقدام سازمان یو چارواکي ویلي، چې په دایکنډي او بدخشان ولایتونو کې ۴۰ سلنه او په غور ولایت کې ۴۵ سلنه وګړي د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره مخ دي.
د دې سازمان مدیر ویجی رغوان ویلي؛ ۹۵ سلنه افغانان په کافي اندازه خوراکي توکي نه لري.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته او د بهرنیو مرستو د کمېدو ترڅنګ پر ښځو د دې ډلې له بندیزونو سره په دغه هېواد کې بېکاري او بې وزلي زیاته شوې ده.
ملګرو ملتونو په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورین سره د مقابلې لپاره د څه باندې درې میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه؛ خو تر اوسه یې د اړتیا وړ بودیجې له ۳ سلنې څخه کمه مرسته ترلاسه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو