د پاکستان ولسمشر: د بې ښوونځیو ماشومانو د زدکړو لپاره دې جوماتونه وکارول شي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱

د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي وايي، په دغه هېواد کې د شاوخوا ۲۸ میلیونه له ښوونځیو بې برخې ماشومانو د زدکړو لپاره دې له جوماتونو استفاده وشي.

هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې به هر ډول ممکنه همکاري او هڅې و کړي.

نوموړي نن دا خبره په اسلام اباد کې په هغه غونډه کې کړې چې د تعلیم د پراختیا لپاره د جوماتونو د کارولو لپاره جوړه شوې وه.

د هغه په خبره، جوماتونه باید د زدکړو او لیک لوست لپاره استعمال شي.

د غونډې برخه والو موافقه وکړه، چې په جوماتونو کې د زدکړې د ودې لپاره دې یوه پالیسي جوړه شي او د تصویب لپاره کابینې ته ولېږل شي.

د تېر اپرېل د یوه راپور له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه ماشومان له زدکړو بې برخې او ښوونځیو ته نه ځي.

هغه مهال، د پاکستان د ښوونې او روزنې وزیر رسنیو ته ویلي و، پاکستان په نړۍ کې یوازینې هېواد دی چې ماشومان یې په لوړه کچه ښوونځیو ته له تګ بې برخې دي.

نور خبرونه

رادیو