د سه شنبې په ورځ د هغه زوی دا ومنله، چې د پاکستان په سویلي ښار جېکب اباد کې پلار یې محکمې ته عریضه وکړه او له قاضي یې غوښتي چې د هغه زامنو ته لارښوونه وکړي چې هغه ته د بیا واده کولو اجازه ورکړي.
د پاکستان د سند صوبې د جېکب اباد دغه اوسېدونکی چې منتهر لاشاري نومېږي د دغه ښار محکمې ته یې عریضه کړې او ویلي یې دي، چې له کلونو راهیسې یوازې پرته له مېرمنې ژوند کوي.
لاشاري وويل، چې له مېرمنې پرته ژوند کول ورته ګران او ناشوني دي.
هغه زياته کړه، چې يوې ملګرې ته اړتيا لري.
لاشاري د دوشنبې په ورځ له محکمې بهر خبریالانو ته وویل:« د پراخو هڅو سره، سره زما زامنو زما خبره ونه منله.»
هغه زياته کړه، چې په پاخه عمر کې يې يوې ملګرې ته اړتيا درلوده او په دې هيله يې محکمې ته عریضه کړې، چې زامن به يې د دويم واده لپاره قانع شي.
لاشاري تور ولګاوه، چې زامنو يې له واده کولو منعه کړی او خپلو ټولو خپلوانو ته يې ويلي چې خپلې لوڼې دې نه ورکوي.
د لاشاري یو زوی د هغه له محکمې وروسته رسنیو ته ویلي:« که هغه غواړي بیا واده وکړي، موږ هیڅ اعتراض نه لرو.»
هغه زیاته کړه، چې یو چا یې پلار بې لارې کړی او هغه ېې محکمې ته هڅولی دی.
د هغه زوی وایي، چې پلار یې له دوی څخه د واده غوښتنه نه ده کړې.
د پاکستان د قانون له مخې یو کس د دویم واده حق لري؛ خو په دې کې باید د لومړۍ مېرمنې خوښه او رضایت مهم وي.
خو لاشاري وایي، چې لومړۍ مېرمن یې مړه شوې ده.
له دې سره محکمه به د دغې قضیې په اړه د نومبر په ۲۱ مې نېټې خپله پرېکړه اعلان کړي.