مولانا فضل الرحمان: غزې ته د مجاهدینو استول غواړم

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۷

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل رحمان وايي، د اسراییل په مقابل کې غزې ته مجاهدین استول غواړي؛ خو دا واک د حکومت دی.

نوموړی دا نه وايي، چې حکومت یې د غوښتنې مخالف دی؛ خو زیاتوي چې پاکستان له مختلفو لارو د لوېدیځ مقابله کوي.

د هغه په خبره؛ پر پاکستان د غرب سیاسي او اقتصادي اغېز شته، خو مخامخ یې څوک ګواښلی نه شي.

ملا فضل رحمان زیاتوي، چې اسلام اباد هم د سیاسي، اقتصادي او دفاعي ستراتیژیو له مخې د غرب مقابله کوي.

فضل رحمان تېره یکشنبه په قطر کې د حماس له مشرانو خالد مشعل او اسماعیل هنیه سره ولیدل.

دا لیدنه د حماس او اسراییل د خونړۍ جګړې په درشل کې چې له یوې میاشتې راهیسې روانه ده، شوې ده.

اسراییل وايي؛ ځواکونه یې د غزې زړه ته رسېدلي دي.

بل خوا په پاکستان کې د مولانا فضل الرحمان یو شمېر سیاسي مخالفینو ویلي، چې د نوموړي څرګندونې یوازې کمپایني بڼه لري او نوموړی هڅه کوي، چې په راتلونکو ټاکنو کې یې د شعار په توګه وکاروي.

نور خبرونه

رادیو