د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د پاکستان او افغانستان پولې ته نېږدې د چترال په ارسون سیمه کې پاکستاني پوځیانو او وسلوالو تر منځ په نښته کې یو سرتېر وژل شوی او درې ټپیان شوي.
د پاکستان پوځ ویلي، چې په دغه جګړه کې دوه وسلوال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره وايي، چې دوی ځانګړي چاڼیز عملیات د نومبر د ۷مې او ۸مې ترمنځ د شپې پر مهال ترسره کړي دي.
د دغو عملیاتو په لړ کې د دواړو خواوو تر منځ سخته نښته وشوه، چې د پوځي تاوتریخوالي په پایله کې دوه وسلوال ووژل شول او څلور تنه ټپیان شول.
بل خوا یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې په دغه جګړه کې یو پوځي وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
پوځ ویلي، چې دا چاڼیز عملیات لا هم دوام لري.
د دې اونۍ په پیل کې د خېبر پښتونخوا په تیراه سیمه کې د پاکستاني پوځ یو افسر او درې سرتیري د ترهګرو په عملیاتو کې ووژل شول.
تېره اونۍ هم په ګوادر، ډېره اسماعیل خان او لکي مروت کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو او د ترهګرو په بمي چاودنه کې ۱۷ امنیتي ځواکونه ووژل شول.