د تېراه په پوځي عملیاتو کې ۳ وسله‌وال او ۴ پوځیان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۶

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په تېراه سیمه کې د وسله‌والو ‌‌‌‌‌‌ډلو په اړه د معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړل.

د عملياتو پر مهال د ډګرمن محمد حسن حيدر په مشرۍ پوځيانو د وسله‌والو پټنځايونه په نښه کړل، چې په پایله کې يې درې تنه وسله‌وال ووژل شول او درې نور یې ټپيان شول.

د پوځ د یوې سرچېنې د راپور له مخې، په سيمه كې د وسله‌والو ‌‌‌‌‌‌ډلو د ختمولو لپاره عمليات روان دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، د پاکستان امنیتي ځواکونه د دغه شان ګواښونو ختمولو ته ژمن دي او د دوی پوځیان دا ډول قربانۍ او د وسله‌والو ‌‌‌‌‌‌ډلو پر وړاندې پیاوړی هو‌‌‌‌‌‌ډ لري.

نور خبرونه

رادیو