په هوايي اډې له برید وروسته؛ پاکستان د پوځي سیمو او ودانیو شاوخوا کلک امنیتي ګامونه اخیستي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۶

پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل، چې پر یوې هوایي اډې له هغه برید وروسته چې درې الوتکې یې زیانمنې کړې او د تېلو یو ټانکر یې ویجاړ کړ، د پوځي او نورو امنیتي تاسیساتو امنیت یې ټینګ کړی دی.

پوځ ادعا وکړه، چې د میانوالي په روزنیزې هوایی اډه کې د شنبې د ورځې برید د امنیتي ځواکونو د "چټک او ګټور ځواب" له امله په لویه کچه ناکام شو.

د اسوشېټیډ پرېس له‌خوا تحلیل شوي د سپوږمکۍ عکسونه چې د برید څخه څو ساعته وروسته اخیستل شوي، ښیي چې یوه الوتکه د اور له امله ویجاړه شوې اډه کې ولاړه ده.

پوځ ویلي، چې په دغه برید کې یې ټول نهه بریدګر وژلي دي.

دوو امنیتي چارواکو چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې وویل، چارواکو د نورو احتمالي بریدونو په اړه د استخباراتي راپورونو له مخې په پوځي او نورو حساسو امنیتي تاسیساتو کې امنیت ټینګ کړی دی.

نور خبرونه

رادیو