دېره اسماعیل خان کې د پاکستان ۲ پولیس ووژل او ۳ ټپیان شول

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۶

د پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د تېل او ګازو پر کمپنۍ د وسلوال برید له امله دوه پولیس ووژل او درې ټپیان شول.

د پېښې ټپي پولیس د دېره اسماعیل خان پوځي روغتون ته وړل شوي دی.

تېره اونۍ هم په دېره اسماعیل خان کې د پولیسو ګاډي سره نږدې چاودنه شوې وه چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او د پولیسو په ګډون ۲۰ نور ټپیان و.

تراوسه کومې ډلې د نننی برید مسوولیت نه دی منلی.

نور خبرونه

رادیو