ډان ورځپاڼه: په دریو ورځو کې ۲۲ پوځیان او ولسي وګړي په «ترهګریزو» بریدونو کې وژل شوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۵

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) راپور ورکړ چې په تېرو درېیو ورځو کې د دغه هېواد په دریو ایالتونو کې د "ترهګریزو بریدونو" په لړ کې ۱۷ پوځیان او پنځه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، دا بریدونه په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او پنجاب کې شوي دي.

ویل کېږي چې یوازې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې څلور "ترهګریز" بریدونه شوي چې د مرګ ژوبلې کره شمېر یې لا هم معلوم نه دی.

د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) اعلان وکړ، نهه تنه وسله والو چې د پنجاب ایالت په میانوالي سیمه کې د هوايي ځواک پر روزنیز مرکز برید کړی و، د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

د پاکستان تحریک جهاد پاکستان نومې نوې جوړې شوې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

نور خبرونه

رادیو