په میانوالي کې د هوایي ځواکونو پر اډې برید شوی

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۳

وسله‌والو تېره شپه ناوخته د پنجاب ایالت په میانوالي کې د پاکستان د هوايي ځواک پر اېم اېم عالم اډې برید کړی دی.
سیمه‌ییزو چارواکو ویلي:« په دې برید کې زموږ لوري ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، ځواکونه لا دمخه خبر وو.»

په همدې حال کې د تحریک جهاد پاکستان ویاند ملا قاسم په یوه بیان کې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

له بلې خوا د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي:« د نومبر په څلورمه د پاکستان د هوايي ځواک د میانوالي په روزنیزې هوایي اډې ناکامه ترهګریز برید شوی، چې د پوځيانو د چټک او اغېزمن ځواب له امله، ناکامه شو.»

خبرپاڼه کې راغلي، چې پر وخت د غبرګون په ښودلو سره، ۳ تنه ترهګر مخکې له دې چې اډې ته ننوځي، له منځه یوړل شول او پاتې ۳ تنه ترهګر وروسته د ځواکونو د ځوابیه عملیاتو په ترڅ کې ووژل شوه؛ خو د برید له امله درې الوتکې زیانمنې شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د سیمې د بشپړ پاکولو لپاره پراخ ګډ چاڼیز عملیات په وروستي پړاو کې دي.

نور خبرونه

رادیو