د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره وایي، د جمعې په ورځ د نومبر پر ۳ د بلوچستان په ګوادر کې د وسلوال برید له امله د دغه هېواد ۱۴ امنیتي ځواکونه ووژل شول.
د پوځ په اعلامیه کې راغلي، په دغه برید کې وسلوالو دوه موټر په نښه کړي چې د ګوادر ولسوالۍ له پسنۍ څخه اورمړه ته روان وو.
پوځ وایي په سیمه کې تصفیوي عملیات روان دي او د دغه ناوړه عمل عاملین به ونیسي او د قانون منګلو ته به یې وسپاري.
د بلوچستان ګاونډ کې د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې هم نن د پولیسو د ګزمې ګاډي سره چاودنه شوې ده.
امنیتي ځواکونه وايي، په دې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او د پولیسو په ګډون شل نور ټپیان دي.
د پاکستان سرپرست لومړی وزیر انوارالحق کاکړ په ډېره اسماعیل خان دا برید غندلی او ویلي یې دي، په دغه هېود کې به تر هغه د ترهګرۍ ضد جګړه روانه وي چې وروستی ترهګر ووژل او په دې برخه کې ګواښ ختم شي.