انجلینا جولي: فلسطینیان د ډیرو حکومتونو په ملاتړ په ډله اییزه توګه سزا ويني

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۱

د هالیووډ اداکارې انجلینا جولي ویلي دي چې د ایورګن جبالیا د کډوالو په کمپ د اسراییل د پوځ بمباري په قصدي توګه د هغو ایسارو خلکو په منځ کې شوې چې د تېښتې هیڅ ځای نه لري.
هغې زیاته کړه چې په میلیونونو فلسطینیان د نړۍ د ډیرو حکومتونو په ملاتړ محکوم او ټکول کیږي.

د لړم میاشتې په نهمه نېټه د غزې په شمال کې د جبالیا د کډوالو په کمپ د اسراییل د پوځ په بمبارۍ کې په لسګونو کسان ووژل او تپیان شول.
د فلسطین د روغتیا وزارت د وژل شویو شمېر ۵۰ تنه اعلان کړ.
اسراییلي پوځ د برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې هلته یې د حماس یو مشر وژلی دی.
د دغه برید په غبرګون کې انجلینا جولي د انسټاګرام په یوه پوسټ کې لیکلي چې غزه له تېرو دوو لسیزو راهیسې یو «خلاص زندان» دی او اوس په چټکۍ سره په ډله ییزه هدیره بدلیږي.
د هالیووډ دغې مشهورې لوبغاړې زیاته کړه چې د غزې د جګړې ۴۰ سلنه قربانیان ماشومان دي. د هغې په وينا، د غزې خلک د جګړې له قوانينو سره په ټکر کې له خوراکي توکو، درملو او بشري مرستو بې برخې دي.
اغلې جولي د نړۍ پر مشرانو نیوکه وکړه چې د هغې په وینا یې د بشردوستانه اوربند غوښتنه رد کړې او ویې ویل چې دوی «په دې جرمونو کې شریک دي.»
پر جبالیا کمپ برید په پراخه کچه نیوکې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو