د فرانسې ۲۴ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد نوي لومړي وزیر سباستیان لېکورنیو د خپلې دندې په ۲۷مه ورځ د سیاسي بېثباتۍ له امله له دندې استعفا وکړه. هغه له ولسمشر اېمانوېل مکرون او د ښي پال «ملي رالي» ګوند څخه غوښتي، چې د سیاسي بېثباتۍ ختمولو لپاره ملي شورا منحل کړي.
په استعفا کې راغلي، چې ژر تر ژره باید د سیاسي ټیکاو د ټینګښت لپاره ټاکنو ته لارې چارې برابرې شي. د سباستیان لېکورنیو حکومت د فرانسې په تاریخ کې تر ټولو د لنډې مودې هغه شو او ویل کېږي دا لومړنی لومړی وزیر و، چې د خپلې عمومي تګلارې په تړاو یې هېڅ ډول وینا هم ونه کړه.