شمالي کوریا خپل ۱۲ سفارتونه بندوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۰

رسنۍ او شنونکي وايي، شمالي کوریا د اسپانیا او هانکانګ په ګډون په څو افریقايي هېوادونو او نوره نړۍ کې خپل ۱۲ سفارتونه تړي.

د پیونګ یانګ په دغه ګام سره به د شمالي کوریا نږدې ۲۵ سلنه بهرنی ماموریت په نړۍ کې ختم شي.

د سوېلي کوریا د یووالي وزیر پرون وویل، چې منزوي شمالي کوریا د نړیوالو بندیزونو له امله غواړې د دې ډیپلوماټیکو ماموریتونو بندولو سره پیسې بچت کړي.

د دوشنبې په ورځ د شمالي کوریا دولتي رسنۍ وویل، په انګولا او یوګانډا کې د دغه هېواد سفیرانو ځايي چارواکي د سفارتونو پر بندېدو خبر او مخه ښه یې ور سره وکړه.

دغو دوو افریقايي هېوادونه له ۱۹۷۰ کلونو راهیسې له پیونګیانګ سره اړیکي لري او د بهرنۍ کرنسۍ ناویاتې یا کمیابې سرچینې ورته برابروي.

شمالي کوریا له ۱۵۹ هېوادونو سره رسمي اړیکې لري، خو د دریو کونسلګریو او دریو استازیو په ګډون په بهر کې ۵۳ ماموریتونه لري.

نور خبرونه

رادیو