جرمني: پناه غوښتونکي له درې تر شپږو میاشتو پاتې کېدو وروسته کار پیلولی شي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۰

د جرمني حکومت یوه لایحه تصویب کړې، چې له مخې یې پناه غوښتونکي په دې هېواد کې له درېیو تر شپږو میاشتو پاتې کېدو وروسته کار پیلولی شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې ویلي دي، چې د دغه پلان له مخې به هغه پناه غوښتونکو ته چې غوښتنلیکونه یې رد شوي وي؛ خو ویستل شوي نه وي هم د کار اجازه ورکول کیږي.

اوس مهال پناه غوښتونکي یوازې په جرمني کې له نهه میاشتو پاتې کېدو وروسته کار پیلولی شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر ویلي، د نوي پلان یو لوی لامل د لا ډېرو ماهرو کارکوونکو جذبول دي.

هغې وویل: "موږ باید د امکان تر حده د هغو خلکو مسلکي ظرفیت او وړتیاوو څخه کار واخلو چې په جرمني کې ژوند کوي. د دې کار د ترسره کولو لپاره موږ اړتیا لرو، چې دوی ژر تر ژره د کار بازار کې شامل کړو".

دا لایحه د چهارشنبې په ورځ د جرمني د کابینې له خوا تصویب شوه؛ خو په قانون د بدلیدو لپاره د پارلمان تصویب ته اړتیا لري.

د جرمني حکومت په دې وروستیو کې د پناه غوښتونکو لپاره یو لړ اسانتیاوې رامنځته کړې دي، جرمني نه غواړي چې د کډوالۍ په یوه سیاسي ننګونه بدله شي.

دا لایحه تېره اونۍ د جرمني کابینې تصویب کړه، چې موخه یې په دغه هېواد کې د هغو پناه غوښتونکو د اخراج بهیر چټکول او اسانه کول دي، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې د جرمني د کډوالۍ پناه ځایونه ډک شوي دي، د جرمني د ایتلافي حکومت لومړي وزیر اولاف شولتس ویلي دي چې «جرمني ته د ننوتلو کسانو شمر ډېر لوړ دی».

له افغانستان او د منځني ختیځ او افریقا له ځینو نورو هېوادونو څخه جرمني ته د کډوالو له لوی شمېر سره - سره دغه هېواد پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې د یو میلیون څخه د زیاتو اوکرایني کډوالو کوربه دی.

نور خبرونه

رادیو