د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر غزې د اسراییل د بریدونو د سختو پایلو په اړه خبرداری ورکړ

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ پر غزې د اسراییل د بریدونو د دوام د "سختو پایلو" په اړه خبرداری ورکړ.
حسین امیرعبداللهیان په دې اړه نور توضیحات ورنه کړل.

امريکا او اسراییل د اکټوبر د اومې نېټې په سیمه کې د ایران له خوا پر ملاتړې ډلې حماس بریدونه کړې دي.
ایران وايي، چې له حماس څخه ملاتړ کوي؛ خو د اکټوبر د اومې نېټې په برید کې یې لاس نه دی لرلی.

تهران او انقرې دواړو پر غزې د اسراییل بمبارۍ غندلې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې په انقره کې یې له خپل ترک سیال سره خبرې کولې، د فلسطین د وضعیت په اړه یې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د راتلونکي سفر په اړه اعلان وکړ.
ایران د دواړو غاړو له خوا اوربند ته هیله مند دی.
د یمن حوثیان چې د ایران ملاتړي دي، پرون د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې پر اسراییل یې د اوږد واټن راکټونو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

دوی په دې توګه د اسراییل او حماس ترمنځ جګړې ته ننوتي دي.

داسې ښکاري چې اسراییل اوس مهال په غزه کې د حماس پر ضد پوځي عملیاتو ته تمرکز کوي او تر اوسه یې د حوثیانو بریدونو ته جدي ځواب نه دی ورکړی.

نور خبرونه

رادیو