سیمه‌ییز چارواکي: وسله‌والو د پاکستان په سوېل لویدیځ کې یو پولیس او څلور کارګران وژلي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۰

یوه حکومتي ویاند رسنیو ته ویلي، د سه شنبې په سهار د پاکستان په سوېل لویدیځ ښار تربت کې څلور کارګران او یو پولیس افسر په ډزو ووژل شول.

د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر جان اڅکزي هم رسنیو ته ویلي:« ترهګرو یو ځل بیا عام خلک په نښه کړي، چې د دوی اصلي څېره په ډاګه کوي.»

په روانه میاشت کې دا په بلوچستان کې دویمه ورته پېښه ده، تر دې وړاندې هم شپږ تنه کارګران په یوې پېښه کې وژل شوي وو.

دا هغه سیمه ده، چې په کې بېلتون غوښتونکې او نورې مذهبي وسله‌والې ډلې فعاله دي.

دغه سیمه د مسو او سرو زرو کانونه او همدارنګه نور ناسپړل شوي کانونه لري.

نور خبرونه

رادیو