رویټرز د جاپاني چارواکو او سیمه ییزو رسنیو په حواله راپور ورکړی، چې د "وارابي" په ښار کې یوه وسله وال کس په یوه پوسته کې لږ تر لږه دوه کسان یرغمل کړي دي.
په ورته وخت کې د جاپان ځايي رسنیو ویلي، چې د تودا ښار په یوه روغتون کې په جګړه کې دوه نور کسان ټپیان شوي دي.
د ټوکیو په شمال کې د ورابي پولیسو په یوه بیان کې ویلي، چې یوه سړي د سې شنبې په ورځ (اکټوبر په ۳۱مه) په یوه پوسته کې نامعلوم شمېر کسان یرغمل کړل.
رویټرز د ښار د پولیسو په حواله راپور ورکړی، چې شکمن سره د لاسي ټوپک په څېر یو څه ښکاري.
ځایي جاپاني رسنیو راپور ورکړی، چې لږ تر لږه دوه ښځینه کارکونکې چې عمرونه یې د ۲۰ او ۳۰ کلونه دي یرغمل شوې دي.
د جاپان ملي تلویزیون (NHK) راپور ورکړی، چې د یرغمل کېدو څو شیبې وروسته شل کلنه ښځه د پوستې له ودانۍ څخه ویستل شوې او د پولیسو تر څارنې لاندې ده.
جاپاني چارواکو ویلي، چې مشکوک کس شاوخوا ۸۰ کاله عمر لري.
په ورته وخت کې د جاپان ځايي رسنیو ویلي، چې د تودا ښار په یوه روغتون کې د ډزو له امله دوه تنه ټپیان شوي دي.
رسنیو راپور ورکړی، چې د شکمن په اړه اټکل کیږي چې د ۵۰ او ۷۰ کلونو تر منځ عمر لري، پر موټر سایکل د پېښې له ځایه تښتیدلی.
تر اوسه معلومه نه ده، چې دا دواړه پېښې سره تړاو لري او که نه.
رویټرز د جاپان د ملي پولیسو د ادارې په حواله راپور ورکړی، چې تېر کال په هېواد کې د ډزو نهه پېښې شوي.
د جاپان د ملي پولیسو اداره وايي، دا پېښې تېر کال د څلورو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وې.