د ایران بهرنیو چارو وزیر: په سیمه کې هېڅ نیابتي ډله نه لرو

AP ۱۴۰۲ لړم ۹

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې په سیمه کې هیڅ ډول نیابتي ډله نه لري او نه هم «کومه نیابتي جګړه مخته» بیایي.
امیر عبداللهیان له سي اين اين سره په مرکه کې اسراییل په سیمه کې د «امریکا نیابتي ډله» بللې او ویلي یې دي چې دغه هېواد سیمه ناامنه کړې ده.

د ایران بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې په ټینګار سره چې اسلامي جمهوریت په سیمه کې نیابتي ډله نه لري وویل: «هغه ځواکونه چې په سیمه کې دي، په خپله خاوره او هیواد پورې اړه لري او له خپلو ګټو سره سم عمل کوي.»
هغه په سیمه کې د امریکا پر ځواکونو د دغه هیواد د ملاتړو ډلو په بریدونو کې د ایران د لاس لرلو په هکله د امریکايي چارواکو څرګندونو ته په اشارې سره وویل: «که داسې وي چې هر هغه برید چې په سیمه کې تر سره کیږي او د امریکا د ګټو خلاف وي. د هرې ډلې له خوا چې کیږي، د ایران له اسلامي جمهوریت سره یې تړاو ورکول له اسنادو پرته تېروتنه او بې بنسټه خبره ده.»
د امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې په منځني ختیځ کې یې پر ځواکونو په وروستیو اونیو کې تر ۱۴ ځلي زیات بریدونه شوي دي.
د ایران اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د تلې ۱۵ د فلسطین حماس ډلې له لوري پر اسراییل په توغندیزو بریدونو کې د ایران لاس لرلو ادعاوې «بې بنسټه» وبللې او ویې ویل: «دا د فلسطینیانو له خوا شوې پرېکړه وه چې د دغه هېواد د اشغال په اړه یې کړې وه. دا د دوی طبیعي حق دی. دوی پوهیدل چې دوی باید دا کار د خپلې خاورې د دفاع لپاره وکړي، او دا په بشپړه توګه د فلسطین پرېکړه وه.»
اسرايیلي او امریکايي چارواکو ویلي دي چې دوی داسې شواهد نه لري چې د اسراییل پر ضد د حماس په برید کې د ایران مستقیم رول وښيي.

نور خبرونه

رادیو