د روسیې په پوځ کې د شیمیایي بریدونو پر ضد د ځواکونو قوماندان ویلي، چې د امریکا دفاع وزارت په افغانستان او عراق کې په بیولوژیکي جاسوسۍ بوخت دی.
د ریانووس خبري اژانس د راپور له مخې؛ جنرال ایګور کریلوف ویلي چې په دې قضیه کې اسناد لري.
ښاغلي کریلوف زیاته کړه: "موږ داسې اسناد لرو، چې دا تاییدوي چې متحده ایالاتو په عراق او افغانستان کې د بیولوژیکي وضعیت او د چین، ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان په پولو کې جاسوسي کوله".
هغه د سې شنبې په ورځ (لړم په ۹ مه ) په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د پنټاګون یوه دنده د هېوادونو «بیولوژیکي جاسوسي» ده.
ایګور کریلوف د امریکا د دې اقدام موخه د سرحدونو په اوږدو کې د ایپیډیمولوژیکي وضعیت تحلیل ګڼلی.
بل خوا د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو چې چین ته یې سفر کړی، د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۸مه) د «ژیانګ شان» په سرمشریزه کې اعلان وکړ، چې د اوکراین په ګډون په هېوادونو کې د امریکا پوځي حیاتي فعالیتونه مخ پر زیاتېدو دي.
امریکا تر اوسه د لوړ پوړو روسي پوځي چارواکو دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې مخکې یې په دغو مواردو کې د روسیې ادعاوې "دروغ" بللې وې.