د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه سازمان کمېشنر اعلان وکړ، چې په غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ په جګړه کې د وژل شویو کسانو څخه ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.
فیلیپ لازاریني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې په غزه کې ۳ زره او ۲۰۰ ماشومان وژل شوي دي.
لازاریني دغه احصایه د دوشنبې په ورځ (د لړم په اتمه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې وړاندې کړه.
هغه اسراییل د غزې خلکو ته په ډله ییزې سزا ورکولو تورن کړ.
لازاريني زياته کړه: "د ملکي وګړو دغه شمېره پر غزې د اسراييل د بريدونو جبراني زيان نه شي ګڼل کېدای".
د لازاريني په وينا؛ په غزه کې د نښتو په ترڅ کې د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه سازمان انروا ۶۴ کارکوونکي هم وژل شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې؛ د غزې په تړانګه کې د اسراییل په بریدونو کې تر ۸ زره او ۵۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژل شوي دي. همداراز په دغو نښتو کې لږ تر لږه ۲۱ زره او ۵۰۰ فلسطینیان ټپیان شوي دي.
لازاريني غزې ته د لېږل شويو بشري مرستو اندازه په سيمه کې د دوه ميليونو څخه د زياتو فلسطينيانو د اړتياو په پرتله ډېره کمه وګڼله.
هغه وویل، چې د اړتیا په اندازه د مرستو لېږل د "سیاسي ارادې" پرته امکان نه لري.