د غزې د روغتون مشر ویلي، چې د غزې په شمال جبالیا کې د کډوالو پر کمپ د اسراییل په هوايي برید کې تر ۵۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان شوي دي.
په داسې حال کې چې پر غزې د اسراییل بریدونه زیاتیږي، د اسراییل لومړي وزیر د جګړې د پای ته رسولو لپاره نړۍوالې غوښتنې رد کړې دي.
د الجزیرې تلویزیونې شبکې د سې شنبې په ورځ (د لړم په ۹مه) راپور ورکړ، چې اسراییلي ځواکونو په غزه کې د اورپکو په پراخو د تونلونو شبکه کې دننه د حماس له وسله والې ډلې سره جګړه کړې.
دا تونلونه د اسراییل اصلي موخه ده؛ ځکه چې دوی د غزې له شمال څخه سویل ته د حماس د ځپلو لپاره خپل ځمکني بریدونه پراخوي.
ګومان کېږي، چې په دغه تونلونو کې د حماس شاوخوا ۲۴۰یرغمل شوي کسان ساتل کېږي.
حماس هم ویلي، چې د غزې په سویلي سیمو کې یې پر اسراییلي ځواکونو برید کړی او څلور اسراییلي واسایط یې په راکټونو په نښه کړي دي.
حماس ویلي، چې د دوی وسله والو د غزې په شمال لویدیځ کې پر دوو اسراییلي ټانکونو او بلدوزرونو ډزې کړې دي.
د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې یو "هوايي هدف" یې مخکې له نېژدې کېدو شنډ کړی دی.
همداشان د یمن حوثیانو ویلي، چې دوی د اسراییل پر لور یو زیات شمېر بالستیک توغندي او بې پیلوټه الوتکې توغولي، چې دا د دوی درېیم عملیات دي، چې اسراییل په نښه کوي.
په غزه کې د تلفاتو مخ په زیاتېدونکي شمېر د امریکا متحده ایالات، یو شمېر هېوادونه او ملګري ملتونه دې ته اړ کړي، چې د بشري مرستو د رسولو لپاره د جګړې د درولو غوښتنه وکړه.
ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی، چې د عامې روغتیا ناورین په غزه کې ملکي وګړي ځپلي، روغتونونه د زیاتو تلفاتو او د خوراکي توکو، درملو، د څښاک اوبو او سون موادو له کمښت سره مبارزه کوي.
د اسراییل پوځ په یوې بیانیه کې اعلان وکړ: «تېره ورځ د اسراییل دفاعي ځواکونو شاوخوا ۳۰۰ هدفونه په نښه کړل، چې په کې د ټانک ضد توغندیو اډو او همدارنګه د تروریستي سازمان حماس اړوند د ځمکې لاندې تونلونو کې دننه پوځي مجتمع ګانې شامل دي».
حماس په یوې بیانیه کې اعلان وکړ، چې د دوی جنګیالي له اسراییلي ځمکنیو ځواکونو سره په درنه جګړه بوخت دي، چې دوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. حماس ویلي: «غزه به تل د اشغالګرو هدیره وي».
عیني شاهدانو د سې شنبې په ورځ وویل، چې اسراییلي ځواکونو تنګه ساحلي سیمه کې په هوایي، سمندري او ځمکنیو بریدونو کې بمباري وکړه او په شمال لویدیځو سیمو یې بریدونه وکړل.
د دوشنبې په ورځ اسراييلي ځواکونو د غزې اصلي سړک له شماله تر جنوبه په نښه کړ او د غزې پر ښار يې له دوو خواوو بريد وکړ.
د غزې روغتیايي چارواکي وايي، د اسراییل په بریدونو کې تر اوسه ۳زرو ۵۴۲ ماشومانو په ګډون ۸ زره او ۵۲۵ کسان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي دي، چې د غزې د ملکي وګړو له ۲.۳ میلیونو څخه ۱.۴ میلیونه بې ځایه شوي دي.
اسراییل ویلي دي، چې د حماس په بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰۰ اسراییلیان چې زیاتره یې ملکي وګړي دي وژل شوي دي.