د ناروې د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ (د اکټوبر په ۳۱مه)وویل، د غزې په بمبارۍ کې اسراییل نړۍوال قانون مات کړی او په زرګونو فلسطینیان یې وژلي دي.
د ناورې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت ایډي رویټرز سره په یوې مرکه کې ویلي، په داسې حال کې چې اوسلو له اسراییل څخه ملاتړ کوي؛ خو بشري حقونه باید مراعات شي.
هغه وویل، چې د جنګیالیو او ملکي وګړو ترمنځ باید توپیر وشي او ډاډ ورکړل شي چې نظامي بریدونه متناسب دي او ملکي وګړو او زیربناوو ته پکې ډېر زیان نه اوړي.
هغه چې په متحده عربي اماراتو کې خبرې کولې وویل: «موږ باور لرو، چې داسې قضیې شته چې دې توپیر او تناسب ته په بشپړه توګه درناوی نه دی شوی».
په ابوظبۍ کې د اسراییل سفارت په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو دغه هېواد وایي چې ځواکونه یې ملکي کسان نه په نښه کوي.
د فلسطین د روغتیايي چارواکو په وینا؛ د اسراییل په بمباریو کې تر ۸۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.
ناروې د ۱۹۹۲-۱۹۹۳ خبرو اترو کې د اسراییل او فلسطین د ازادۍ سازمان ترمنځ د اسانتیاوو برابرونکي په توګه دنده ترسره کوله.
له هماغه وخته ناروې د مرستندوی په توګه سیمه کې د فلسطین لپاره نړۍوالې مرستې همغږي کوي.
د غزې په تړانګه کې فلسطینیانو ته د لا زیاتو بشري مرستو رسولو لپاره په جګړه کې د موقتي اوربند غوښتنه د اسراییل لخوا رد شوې ده.
بارت ایډي وویل: "هغه څه چې موږ په غزه کې وینو یو ډېر خطرناکه ډراماتیک بشري وضعیت دی".
هغه په غزه کې وضعیت ویرونکي وباله ځکه چې د اسراییل له خوا د څو اونیو بمبارۍ وروسته خلک د اوبو، برېښنا، خوړو او طبي توکو څخه بې برخې دي.
بارت ایډي وویل: «دا یوازې له قانوني اړخه نه دی مهم، دې مسالې ته باید سیاسي حل لارې هم ولټوو. موږ اړتیا لرو چې د فلسطین او اسراییل د جګړې اصلې مسالې ته ورسیږو».
ناروې هم د حماس دغه بریدونه غندلي دي.
شاو خوا ۲۰۰ نارویژي اتباع په غزه کې بند پاتې دي او د وتلو لار نه لري.