د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اوربند د وړاندیز د بیا کتنې لپاره غونډه وکړه

AP ۱۴۰۲ لړم ۹

د غزې په تړانګه کې د اسرايیلي پوځ د عملیاتو له پراخېدو سره سم د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اومه بېړنۍ غونډه د متحده عربي اماراتو په غوښتنه ترسره شوه.

د دې غونډې په لومړۍ ورځ د امنیت شورا ځینو غړو پر بشردوستانه اوربند ټینګار وکړ.

د غزې د جګړې په اړه د یوه پرېکړه لیک د تصویب لپاره د څلور ورځينۍ ناکامې هڅې وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ماښام (د اکتوبر ۳۰مه) د متحده عربي اماراتو په غوښتنه په غزه کې د اوربند د بیا کتنې په موخه غونډه وکړه.

د امنیت شورا په غونډه کې متحده عربي اماراتو په غزه کې په روغتونونو، کلینیکونو او د ملګرو ملتونو په تاسیساتو کې د نړۍوالو بشري قوانینو د رعایت غوښتنه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د جاپان استازي، کیمي هیرو ایشیکان وویل: "د بل بې ګناه انسان وژل د منلو وړ نه ده، پرته له دې چې د دوی قومیت، مذهب یا توکم ته پام وشي".

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نیبنزیا وویل "بشري اوربند کافي نه دی".

هغه ټینګار وکړ، چې امنیت شورا باید په دې برخه کې منظمې غونډې ته ژمن وي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لیندا توماس ګرینفیلډ له غړو هېوادونو وغوښتل، چې د کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

هغې په ​​دې شورا کې ویتو شویو پرېکړه لیکونو ته په اشارې سره وویل: د حیرانتیا خبره ده، چې د حماس دغه کړنې د عمومی اسمبلۍ له خوا ونه غندل شوې.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ریاض منصور د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د غوښتنې هرکلی کړی؛ خو په دې سازمان کې د اسراییل دایمي استازي ګیلاد اردان ویلي: "موږ به د تباهۍ پر وړاندې له ځانه دفاع وکړو".

د اسراييل او فلسطين تر منځ د شخړو له پيل وروسته په امنيت شورا کې څلور مسودې وړاندې شوې؛ خو تصويب شوې نه دي.

له دغو پرېکړه ليکونو څخه يو يې د امريکا، بل د روسيې او چين له خوا ويټو شو او نور دوه پرېکړه ليکونو د تصويب لپاره نهه مثبتې رايې ترلاسه نه کړې.

ټاکل شوې ده، چې د دې غونډې دویمه ورځ نن سې شنبه (د لړم ۹مه) د ماسپښین په یوه بجه جوړه شي.

نور خبرونه

رادیو