د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو وايي، چې امریکا په سیمه کې جیوپولیټیکي تاوتریخوالي ته لمن وهي او غواړي له دې لارې خپل نړۍوال تسلط وساتي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې دا چاره د اټومي وسلو لرونکو هېوادونو تر منځ د مقابلې ګواښ زیاتوي.
نوموړي دغه څرګندونې په بېجینګ کې د دفاعي فورم په غونډه کې کړي او ویلي یې دي؛ ناټو هڅه کوي چې د سیمې له هېوادونو سره د همکارۍ په پلمه په اسیا کې خپل نفوذ پراخ کړي.
هغه زیاته کړې، چې واشنګټن له کلونو راهیسې په قصدي ډول د نړۍوال امنیت او ثبات بنسټونه کمزوري کړي او حتا له منځه یې وړي دي.
د شویګو په خبره، چې امریکا او د هغوی متحدین د ناټو له لارې روسیه ګواښي او دا چاره ښې پایلې نه لري.
نوموړي یو ځل بیا د مسکو دریځ تکرار کړ، چې روسیه د اوکراین د جګړې په اړه خبرو اترو ته په مشروط ډول چمتو ده.
همداراز شویګو ویلي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې ۹۰۰۰۰ اوکرایني سرتېري له دوی سره په جګړه کې وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د امریکا په تړاو د روسیې د دفاع وزیر څرګندونو ته امریکايي چارواکو کوم غبرګون نه ښودلی.
دا لومړی ځل نه دی، چې روسي چارواکي د امریکا او لویدیځ بلاک په اړه ګواښوونکې خبردارۍ ورکوي، له دې وړاندې ولسمشر پوتین او د بهرنیو چارو وزیر دې ته ورته څرګندونې کړې وې.