په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل هوايي ځواک ۶۰۰ هدفونه په نښه کړي

AP ۱۴۰۲ لړم ۸

وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو له خوا اسراییل او حماس ته د اوربند وړاندیز وشو او اسراییل رد کړ، د دغه هېواد هوايي ځواک اعلان کړی، چې دوی په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې له ۶۰۰ زیات هدفونه په نښه کړي او ګڼو مخالفانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په هغه بیان کې چې نن دوشنبه ( د لړم ۸مه) د اسراییل د هوايي ځواک له خوا خپور شوی راغلي، چې دوی په سوریې او لبنان کې هم پر خپلو موخو بریدونه کړي دي.

دوی ویلي، چې دغه بریدونه یې د دواړو هېوادونو څخه د شویو بریدونو په ځواب کې کړي دي.

بیان زیاتوي: “ د غزې په تړانګه کې لسګونه هغه ترهګر هم وژل شوي وو، چې په تونلونو او ودانیو کې پټ شوي وو او پر اسراییلي سرتېرو یې د برید هوډ لاره”.

بل خوا حماس هم په شمالي برخه کې د درنې جګړې تایید کړی؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

د خپرو شویو راپورونو په اساس تر اوسه په غزه کې له اتو زرو زیات کسان وژل شوي او له زرګونه زیات نور ټپیان دي.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش په جګړه کې د جګړې د قوانینو پر مراعت ټینګار کړی و او ویلي یې وو، چې د جګړې قوانین باید د مصلحتونو لپاره توجیه نه شي.

نوموړي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د جګړې قوانین د انساني ژوند د ساتنې او بشردوستانه اندېښنو لپاره واضح او درست اصول لري او باید دا قوانین او اصول د مصلحت لپاره توجیه نه شي.

نور خبرونه

رادیو