د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش په جګړه کې د جګړې د قوانینو پر مراعت ټینګار کوي او وايي، چې د جګړې قوانین باید د مصلحتونو لپاره توجیه نه شي.
نوموړي د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی؛ خو د جګړې د قوانینو د مراعت غوښتنه یې کړې ده.
ګوټرېش نن یکشنبه (د لرم ۷مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د جګړې قوانین د انساني ژوند د ساتنې او بشردوستانه اندېښنو لپاره واضح او درست اصول لري او باید دا قوانین او اصول د مصلحت لپاره توجیه نه شي.
نوموړي ظاهراً کوم هېواد ته اشاره نه ده کړې؛ خو زیاته کړې یې ده، چې تر ټولو مهمه مساله د ملکي وګړو ساتنه ده.
هغه تېره ورځ پر اسراییل او حماس غږ کړی و، چې ژر تر ژره دې اوربند وکړي او د غزې د خلکو لپاره یې د عاجلو مرستو د لېږلو وړاندیز کړی و.
د اوربند وړاندیز د اسراییل له خوا رد او د حماس له خوا ورته هر کلی وویل شو.
ګوټرېش زیاته کړې وه، چې په غزه کې یو بشري ناورین روان دی او باید بې تفاوتي ونه شي.
د اسراییل او حماس تر منځ د جګړې له پیل راهیسي د نړۍ قدرتمن هېوادونه دوه ډلې شوي، د امریکا په شمول غربي بلاک د اسراییل ملاتړی دی او د ایران په ګډون روسیه، چین او یو شمېر نور هېوادونه په غزه کې روانه جګړه پر فلسطینیانو تېری بولي.