مصر کې د ګاډو د ټکر له امله ۳۲ کسان مړه او ۶۳ ټپیان شول

AP ۱۴۰۲ لړم ۶

د مصر روغتیايي چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د څو ګاډو د ټکر له امله ۳۲ کسان مړه او ۶۳ ټپیان شول.

دا پېښه نن د اکتوبر پر ۲۸ د پلازمېنې قاهرې شمال ته په ۱۳۲ کیلومترۍ کې شوې ده.

ویل کېږي دا پېښه هغه مهال وشوه چې بس د سهار په لړه کې له یوه ولاړ کاډي سره ولګېد او ور پسې نور ګاډي له بس سره ټکر شول.

د مصر ال اهرام ورځپاڼه د پولیسو په حواله وايي، د ټکر له امله د یوه ګاډي تېل لیک شوي او له امله یې څو نورو ګاډو اور اخیستی دی.

په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو لامل هم اور بلل کېږي.

د ټکر انځورونه او ویډیووې ښيي چې څو ټکر شویو ګاډو اور اخیستی او له امله یې شاوخوا دود او د اور لمبو نیولې ده.

نور خبرونه

رادیو