د قزاقستان په یوه کان کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۳۲ کسان مړه او ۱۴ نور ورک دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۶

د قزاقستان د بېړنیو حالاتو وزارت د شنبې په ورځ «د اکټوبر په ۲۸مه» وویل، چې د دغه هېواد په یوه کان کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ورک دي.

چارواکي وايي، له کوستنکو کان څخه ۲۰۶ کسان را ایستل شوي دي. پخوا په دې کان کې ټولټال ۲۵۲ کسان موجود وو.

په لوګزامبورګ کې ارسلورمیتال تیمیرتایو شرکت، چې دا کان اداره کوي، وویل چې د ۱۸ کسانو درملنه کېږي.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او سبا یا د اکتوبر ۲۹ یې ملي ماتم اعلان کړی. هغه خپلې کابینې ته امر کړی چې له ارسلور میتل تیمیرتایو شرکت سره همکاري ودروي.

دولت و شرکت آرسلورمیتال تیمیرتائو همچنین تایید کردند که در حال کار برای نهایی کردن قرارداد ملی کردن این شرکت هستند که بزرگترین کارخانه فولاد قزاقستان را اداره می‌کند.

حکومت او ارسلورمیتا تیمیرتایو هم تایید کړه چې دوی د دې شرکت د ملي کولو لپاره د یوې معاملې پر بشپړولو کار کوي چې د قزاقستان د پولادو تر ټولو لویه کارخانه اداره کوي.

تېره میاشت، د لومړي وزیر لومړي مرستیال رومن سکلیار خبریالانو ته وویل چې قزاقستان له وتلو پانګوالو سره د خبرو اترو په حال کې دی چې دا کارخانه واخلي.

هغه وویل چې کابینه له ځینو خونړیو پېښو وروسته له ارسلورمیتال شرکت ځکه خپه ده چې د پانګونې، د کارکوونکو د امنیت په تضمین او د تجهیزاتو د ارتقا په برخو کې یې خپلې ژمنې پر ځای نه کړې.


نور خبرونه

رادیو