د بریتانیا پخواني لومړي وزیر له جي بي نیوز تلویزیون سره د کار کولو تړون لاسلیک کړ. بورس جانسن، چې د دې کال په پیل کې له دندې استعفا وکړه، په دې شبکه کې به د شنونکي، تولیدونکي یا پروډیوسر او ویاند په توګه کار وکړي.
هغه به د نوي کال له پیل څخه ډیلي میل ته هم لیکل کوي.
دغې شبکې ویلي چې جانسن به په امریکا او بریتانیا کې د راتلونکي کال د انتخاباتو په پوښښ کې مهم رول ولوبوي او «په ټوله نړۍ کې د بریتانیا د قدرت نمایش» پروګرام کوربه به وي.
بوریس جانسن د بریتانیا د محافظه کار ګوند وروستی غړی دی چې په دې تلویزیون کې شاملیږي.
له ده مخکې د مالیې پخوانی وزیر جاکوب ریس ماګ ، د ګوند مرستیال مشر لي انډرسن او د پارلمان غړي سټر مک وي او فیلیپ ډیویس چې واده کړې جوړه ده له دې ټلویزیون سره یوځای شوي وو.
جانسن په خپل اېکس کې د ویډیو خپرولو سره وویل: «خوشال یم چې وایم ډیر ژر به له تاسو سره په جي بي نیوز کې یوځای شم».
د بریتانیا پخواني لومړی وزیر په ۲۰۲۲ میلادي کال کې وروسته له هغه استعفا وکړه چې د کابینې وزیرانو د هغه د رهبرۍ پر طریقه نیوکې وکړې.
وروسته، هغه د قرنطین پرمهال په ډاونینګ سټریټ کې د کوویډ - ۱۹ مقرراتو څخه د سرغړونې په اړه د انتقاد له امله د پارلمان د غړي په توګه هم استعفا وکړه.
پخوانی لومړی وزیر به سر له نوي کاله ډیلي میل ورځپانې ته هم لیکل کوي.