حماس د اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک هرکلی کړی، خو اسراییل په کلکه رد کړ

AP ۱۴۰۲ لړم ۶

فلسطیني ډلې حماس د بشردوستانه اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک هرکلی کړی او د سمدستي پلې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

په ورته وخت کې د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر دغه پریکړه لیک «د کرکې وړ» بللی او ویلي یې دي، چې هېواد یې په کلکه ردوي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د اسراییل او حماس ترمنځ په جګړه کې د ولسي خلکو د ملاتړ په موخه یو پرېکړه لیک تصویب کړ، چې پکې د سمدستي اوربند غوښتنه کوي.

دغه پرېکړه ليک په ١٢٠ مثبتو، ١٤ منفي او ٤٥ ممتنعو رايو سره تصويب شو.

امریکا او اسراییل دغه پرېکړه لیک ته منفي رایه ورکړه.

حماس په یوې وینا پاڼه کې د دغه پرېکړه لیک هرکلی کړی او لیکلي یې دي چې، د دې پرېکړه لیک د سمدستي پلې کېدو او د غزې ولسي وګړو ته د تېلو او بشري مرستو د ننوتو اجازه غواړي.

په ورته وخت کې، د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر اېلي کوهن په اېکس پاڼه لیکلي، چې هېواد یې د اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ پرېکړه "په کلکه" ردوي.

کوهن زیاته کړه:« اسراییل د حماس د له منځه وړلو اراده لري، هماغه ډول چې نړۍ له نازیانو او داعش سره چلند کړی دی.»

په ورته وخت کې اسراییل د غزې په تړانګه کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او په دې سیمه کې د انټرنېټ د بندېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو