د اسراییل پوځ په غزه تراړه کې هوايي او ځمکني عملیات سختوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۵

د اسراییل د پوځ ویاند وايي، د دغه هېواد هوايي او ځمکني ځواکونه په غزه تراړه کې خپل عملیات سختوي.

د نوموړي له څرګندونو سره هممهاله په غزه کې د سختې بمبارۍ راپورونه ور کړل شوي دي.

سره میاشت او ځايی مخابراتي شبکه وايي چې دغه فلسطینۍ سیمه کې موبایل او انټرنېټ هم پرې شوی دی.

د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هګیري په یوه تلوېزوني خپرونه کې وویل، وروستیو ساعتونو کې موږ غزه کې بریدونه سخت کړي دي.

هغه زیاته کړه چې هوايي ځواکونه پر تونلونو او نورو بنسټونو پرلپسې هوايي بریدونه کوي: «د تېرو څو ورځو پر بریدونو سربېره ځمکني ځواکونه هم نن شپه خپل عملیات پراخوي.»

تر دې مخکې د اسراییل پوځ وویل، چې د غزې ښار په ختیځ کې یې ځمکني عملیات کړي دي.

پوځ د ویډیوو په خپرولو سره وویل، چې سرتېري یې د حماس پر مرکزونو له برید وروسته له دې سیمې وتلي دي.

پر اسراییل د حماس د اکتوبر د ۷ له بریدونو وروسته تل ابیب پر غزه ځوابي برید وکړ.

اسراییل وايي په حماس برید کې ۱۴ سوه کسان وژل شوي او تر دوو سوو یرغمل دي.

د اسراییل برید کې هم هم غزه کې تر پنجشنبې پورې تر اوو زرو فلسطنیان وژل شوي چې نږدې درې زره پکې ماشومان دي.

نور خبرونه

رادیو